د امريکا ملي امنيت سلاکار جیک سولېوان د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ایران پر موضوع او په یمن کې د جګړې پر پای ته رسولو خبرې کړي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، د اپرېل پر ۱۱مه په هغو ټېلېفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسايلو بحث وشو.
دا خبرې تر هغه وروسته شوې دي چې چين په وروستیو کې د منځني ختيځ د دوو مهمو هېوادونو، سعودی عرب او ایران ترمینځ د اړیکو بحالولو کوښښ کړی دی. له هغه بهيره امريکا ليرې ساتل شوې وه.
د ایران او سعودی عرب بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په بیجېنګ کې سره وليدل او د یوشمېر کلونو خرابو اړيکو د سمولو موافقه یې وکړه.
داراز، سعودي عرب په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو خلاف خپله جګړه هم درولې ده او له هغوی سره یې د سولې مذاکرات پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي یو تخنیکي پلاوی یې د اپرېل پر ۱۲مه په سعودي عرب کې د سفارتي ماموریتونو بیا پرانیستو په برخه کې د اړینو اقداماتو په موخه هغه هېواد ته رسېدلی دی.