اوکراین وايي د هېواد او سیمې امنیت لپاره په ناټو د کییف ورګډولو اړتیا ده

د اپرېل پر څلورمه په برسلز کې د ناټو په مرکزي دفتر کې یوشمېر چارواکي د فېنلینډ بیرغ پورته کولو د غونډې پر مهال.

د اوکراین د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د خپل هېواد او د تور سمندرګي په سیمه کې د امنیت لپاره په ناټو کې د کییف د غړیتوب په ګډون له هغه پوځي اېتلاف سره د تعلق او اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د بخموت په ګډون د اوکراین پر ختیځ بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسیې رېزنیکوف د اپرېل پر ۱۳مه د رومانیا په پلازمېنه بوخارېست کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، هېواد یې "د داسې ضمانتونو نظام غواړي چې ورسره به د روسیې یرغل ناشونی شي." ده زیاته کړه چې "په ناټو د اوکراین ورګډېدل بدیل نه لري."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا غونډې ته په ویډیويي وینا کې پر هغه غربي اېتلاف ټینګار وکړ چې په سیمه کې لا زیات فعال شي او و یې ویل چې وخت راغلی دی چې تور سمندرګی د "ناټو په یو سمندرګي" واوړي.

دواړو چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې فېنلینډ د اپرېل په پیل کې په رسمي ډول د ناټو اېتلاف غړی شو.

کولېبا د کییف دا دریځ تکرار کړ چې سوله یوازې هغه وخت کېدای شي چې روسیه د تورسمندرګي د کریمیا ټاپووزمې په ګډون د اوکراین له ټولې خاورې وځي. مسکو کریمیا په ۲۰۱۴ز کال کې نیولې وه.

د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف د اپرېل پر ۱۳مه په مسکو کې د خبري غونډې پر مهال د تور سمندرګي په اړه د کولېبا څرګندونې رد کړې.