د پاکستان د کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۵مه د نيوزي لينډ په وړاندې دویمه ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.
د دواړو هيوادونو تر منځه د پنځو ۲۰ اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د اپرېل پر ۱۴مه ترسره شوه چې پاکستان په ۸۸ منډو وګټله.
په هغه لومړۍ لوبه کې پاکستان لومړی بيټنګ وکړ او ۱۸۳ منډې يې جوړې کړې خو د نيوزي لينډ ټوله لوبډله پر ۹۴ منډو وسوځېده.
د دې ۲۰ اوريزه سیاليو دریمه لوبه به د اپریل پر ۱۷مه په لاهور او د اپریل پر ۲۰مه او ۲۴مه په راولپنډۍ کې کيږي.