د سوډان په نښتو کې ۵۶ ولسي وګړي وژل شوي

په خرطوم کې له یوې ودانۍ لوګي پورته کيږي

د افریقایي هیواد سوډان په مرکز خرطوم کې په نښتو کې لږ تر لږه ۵۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هغه هیواد یوې مرستندویه ادارې ویلي چې د اپرېل پر ۱۵مه د نیمه پوځي ملېشو او پوځ ترمینځ پېل شویو نښتو کې ۶۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

نښتې د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان لخوا په پوځ کې د چټک ملاتړ ځواک (رېپډ سپورټ فورسز) د ورګډولو له وجې رامنځته شوي دي. د دغه ځواک مشري محمد حمدان دقلو کوي.

پر پوځ د ملېشو ورګډولو عمل د هغه بهیر برخه ده چې له مخې به یې د ۲۰۲۱ز کال د پوځي کودتا وروسته په هغه هېواد کې بېرته ولسي واک عملي کړل شي.