عرفان کمال وايي د خپل پلار په څېر د پښتو ادب او موسیقۍ خدمت کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د مردان د طورو کلي او د نومیالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. دی وايي، لومړۍ سندره یې په ۲۰۰۱ز کال کې د پاکستان دولتي راډیو په پېښور څانګه کې ویلې وه. په وروستیو کې د کمال ټپې او چاربیتې خلکو زیاتې خوښې کړې دي. په خپرونه کې د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځینې سندرې اورېدای شئ.