د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ اوکراین ته تللی دی. دا د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د ناټو د مشر هغه هېواد ته لومړی سفر دی.
ستولتنبرګ د اپرېل پر ۲۰مه په کییف کې له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره د ګډې خبري غونډې پر مهال اوکراینیو وګړو ته په خطاب کې وویل چې د هغه هېواد راتلونکې له ناټو سره تړلې ده.
تر دې مخکې ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي اعلان وکړ چې وخت راغلی چې هېواد ته یې په ناټو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
ستولتنبرګ د اپرېل پر ۲۰مه د اوکراین مرکز کییف ته په داسې حال کې ناڅاپي سفر کړی چې په ختیځ کې سخته جګړه روانه ده او مسکو په یوشمېر سیمو کې پر ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) د لسګونه بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
ستولتنبرګ د ناټو اتحاد دریځ بیا تایید کړ چې د اوکراین راتلونکې په هغه اېتلاف کې ده خو روښانه یې نه کړه چې دا کار به کله وشي.
نوموړي البته ټینګار وکړ چې د ۳۱ غړو هېوادونو هغه اېتلاف به د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل پر وړاندې په مبارزه کې د اړتیا تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
ستولتنبرګ وویل، ناټو لسګونه زره اوکرایني پوځیان روزلي او هغه هېواد ته یې د شاوخوا ۷۱ اربه ډالرو پوځي مرستې ورکړي دي.
زېلېنسکي هغې خبري غونډې ته وویل، "په اېتلاف د اوکراین د ورګډېدو د سیاسي پرېکړې په هدف کې کوم خنډ نه شته" او زیاته یې کړه چې "ورته پرېکړې اوس باید وشي."
اوکراین له یوې مودې راهیسې په ناټو د ورګډېدو خبره کوي. روسیه په هغه پوځي اېتلاف کې د کییف د شاملېدو مخالفه ده او دا کار د وارسا موافقې ضد بولي.
روسیې پر همدې موضوع له کییف سره د ترینګلتیا زیاتېدو له کبله د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین حمله وکړه. خو کییف وايي چې د یو خپلواکه هېواد په توګه په خپلو ټول پرېکړو کې ازاد دی.