بلېنکن: د روسيې واګنر ملېشې د سوډان شخړه له لا زياتې خرابۍ سره مخ کړې ده

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنتني بلېنکن. انځور له ارشيفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن خبرداری ورکړی چې د روسيې واګنر ملېشې د سوډان شخړه له لا زياتې خرابۍ سره مخ کړې ده.

نوموړي د اپرېل پر ۲۴مه یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د روسيې ملاتړ لرونکې واګنر اجیري ډلې مشر یېوګېني پریګوژین ته په اشاره سره وویل چې امریکا د سوډان په شخړه کې د پریګوژین په ورګډېدو ژوره اندېښنه لري.

بلېنکن زیاته کړه چې واګنر ملېشه په مالي، د مرکزي افریقا په جمهوریت او هم دا راز په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې فعاله ده. د نوموړي په وینا، په شخړه کې د یادې ډلې ورګډېدل نورې وژنې او تباهي رامينځ ته کوي.

په سوډان کې د اپرېل پر ۱۵ مه له هغې وروسته نښتې پیل شوې چې د یوې پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د "چټک ملاتړ ځواک" په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او جګړه پیل شوه.

په دې نښتو کې تر اوسه تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي او څه باندې درې نيم زره کسان ژوبل شوي دي.