د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په څلور ورځني سرکاري دوره چين ته رسېدلی دی.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې په خپل لنډ بيان کې ويلي چې جنرال منير "د دوه اړخیزو نظامي اړیکو د پراختیا لپاره د چین په څلور ورځني رسمي سفر دی."
بل خوا د پاکستان سرکاري راډيو نن (د اپرېل پر ۲۵مه) پر خپله رسمي وېب پاڼه ليکلي چې د پوځ مشر به د خپل سفر په ترڅ کې د چين له مشرتابه سره ملاقاتونه وکړي.
دا د پوځ د مشر په توګه د دندې له سنبالولو وروسته د جنرال عاصم منیر څلورم بهرنی سفر دی.
نوموړي د روان ۲۰۲۳ز کال په پيل کې متحده عربي اماراتو او سعودي عرب ته یوه اوونۍ رسمي سفر وکړ او د خلیجي هېوادونو له لوړ پوړو مشرانو سره یې لیدنې وکړې.
وروسته په فبرورۍ میاشت کې نوموړی د دفاع اړوند مسلو په اړه د غونډو لپاره بريتانيې ته ولاړ او هلته يې په یوه کنفرانس کې هم برخه اخیستې وه.
جنرال منير په داسې حال د چين پر سفر دی چې پاکستان له اقتصادي او سياسي بحران سره مخامخ دی.