د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه غندلي دي

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي ـ پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه غندلي دي.

امنیت شورا د اپرېل پر ۲۷مه په خپله غونډه کې په دې اړه قرارداد منظور کړ چې پکې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ ټینګار شوی چې هغوی دې افغان مېرمنو او نجونو ته د تعلیم او کار حقونه ورکړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د هغه پریکړه لیک ملاتړ کړی. په قرارداد کې د سوله ییز، باثباته، نېکمرغه او له داسې افغانستان سره د ملاتړ ټینګار شوی چې ټول پکې برخه ولري.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو طالبان وايي چې د نجونو د زدکړو او ښځو د کار لپاره پر تګلارو جوړولو کار کوي.