د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له سوډان څخه یې ۹۷ نور پاکستانیان کراچۍ ته رسولي دي.
وزارت د اپریل پر ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې د سوډان پورټ څخه د پاکستانیانو وړلو دا درېمه مرحله وه. وزارت زیاته کړې چې په سوډان کې د ایسارو خپلو نورو وګړويو د ایستلو چارې هم دوام لري.
د پاکستان بهرنیوو چارو وزرات د اپرېل په ۲۸مه ویلي ول چې له سوډانه یې ۱۴۹ پاکستانيانو لومړنۍ ډله په خوندي توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمخه، په سوډان کې د هغوی سفارت هغه سمندري ښار ته د خلکو د رسېدو اسانتیاوې برابروي. له دې ښاره د بېلابېلو هېوادونو وګړي په کښتيوو کې نيږدي هېوادونو او بیا خپلو سمو ته ځي.
دا هم وګورئ: پاکستان له سوډانه د خپلو "وګړو ایستلو لپاره له دوستو هېوادونو" سره په تماس کې دیله سوډانه د خلکو د ايستلو لوی عمليات سعودي عرب پرمخ وړي. د سعودي بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۸مه ویلي ول چي چې هغوی له سوډانه یې ۱۱۹ سعودیانو په ګډون د ۷۸ هېوادونو ۲،۷۹۶ وګړي جدې ښار ته رسولي چې يو شمېر پاکستانيان او افغانان هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او "چټک غبرګون ځواک" ترمينځ نښتې د اپرېل له ۱۵مې روانې دي. د پوځ مشري عبدالفتاح البرهان پر غاړه لري او د چټک غبرګون ځواک مشر محمد حمدان دقلو دی. ملګرو ملتونو د دواړو غاړو ترمنځ د مذاکراتو له لارې د اوربند غږ کړدی خو تر اوسه جنګ نه دی ودرېدلی.
د سوډان حکومت غوښتل چې د چټک غبرګون ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی انکار وکړ چې ورسره سم د دواړو لوريو ترمینځ نښتې پيل شوې. د نښتو وروسته، هند، امريکا، جرمني، جاپان، جنوبي کوريا، اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو خپل وګړي او چارواکي د سوډان له پلازمېنې، خرطوم څخه ایستلي او یا یې د ايستلو په حال کې دي.