احتجاج کوونکې افغانانې: طالبان په رسميت مه پيژنئ

په اسلام اباد کې د افغانانو مظاهره

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان د په اړه د ملګرو ملتونو تر راتلونکې غونډې مخکې، افغان ښځو د طالبانو حکومت په رسميت د نه پيژندل کېدو غوښتنه کړې ده.

په اسلام اباد کې مېشته هغو افغانانو ښځو د اپريل پر ۳۰مه مظاهره وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر قبضې وروسته، پاکستان ته تللې دي. دوی پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې تر څو طالبانو بشري حقونو نه وي منلي، بايد په رسميت ونه پيژندل شي.

ملګري ملتونه د مې پر لومړۍ او دويمه نېټه په دوحه کې د افغانستان د روانو حالاتو د ارزولو لپاره نړيواله غونډه کوي. په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي او د افغانستان د مدني ټولنو غړي برخه لري.

د ملګرو ملتونو مرستيالې امينې محمد ويلي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو د رسميت پيژندنې په اړه خبرې کيږي. خو وروسته دې سازمان واضحه کړه چې د يو حکومت په رسمیت پيژندل د دوی کار نه بلکې د هر هېواد خپل کار دی. ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

طالبانو په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته پر ښځو د کار بندیز لګولی او پر هغوی یې مخ پټول جبري کړي دي. همداراز یې په نجونو له شپږم ټولګي پورته د تعليم کولو بندیز لګولی دی. طالبان وايي دا مسایل داخلي موضوعات دي او په اړه یې د بهرنيانو فشارونه نه مني.