د اوکراين ولسمشر خپل پوځيان ستايلي خو وايي سخته جګړه لا پاتې ده

د اوکراين ولسمشر يو پوځي ته جایزه ورکوي

د اوکراین ولسمشر ويلي چې د یرغلګرو روسيو ځواکونو پرضد مهمې جګړې لا پاتې دي.

وولوديمير زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې روسيې د لوژیستیکي چارو مسوول لوړپوړی جنرال له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې بل کس ټاکلی دی. مسکو دا کار د اوکرايني ځواکونو تر ممکنه ځوابي حملو وړاندې کړی دی.

زېلېنسکي د اپرېل پر۳۰مه د اوکراین د پولو ساتو ځواکونو د ورځې په لمانځغونډه کې برخه واخيسته. هغه اوکرايني پوځيانو ته جایزې ورکړي او ترې مننه یې وکړه چې په وينا يې په کلکه یې د هېواد دفاع کړې ده.

ولسمشر زېلېنسکي وويل چې پوله ساتي ځواکونه د بخموت، افديېفکا، ماريېنکا او د دونباس سیمې د نورو ښارونو او کلیو دفاع ته دوام ورکړی دی.

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین برید کړی وو او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه روانه ده.