عقیل یوسفزی وايي پښتانه له خپلو حقونو خبر دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مشال مرکه مو د خیبر پښتونخوا نومیالی خبريال او شنونکی عقيل يوسفزی مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې له بېلابېلو رسنیو سره خبریالي کړې ده. ده څلور کتابونه هم ليکلي دي چې پکې یې یو د طالبانو د وسلوالو فعالیتونو په اړه دی چې په ۲۰۰۹ز کال کې خپور شوی وو. نوموړی وايي، د پښتنو په سيمه له لسيزو راهيسي جنګ تپل شوی خو اوس پښتانه بيداره شوي دي. بشپړه مرکه واورئ.