بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې لپاره هند ته تللی دی

بلاول بوټو زرداري د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري کوي ــ پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د مې پر څلورمه هند ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هغه غونډه د مې پر څلورمه او پينځمه د هند په ګووا ښار کې کېږي چې بلاول بوټو زرداري پکې د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند په سفر دی. تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کر هند ته تللې وه.

بلاول بوټو زرداري د هند د بهرنيو چارو وزير سوبرامنیم جی شنکر په بلنه هند ته تللی دی. شنکر دا مهال د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر دی.

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په وروستۍ غونډه کې، چې د تېر کال (۲۰۲۲ز) په جولای میاشت کې په تاشقند کې جوړه شوې وه، ګډون کړی وو.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

هغه سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.