نړیوال بانک وایي د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې نېږدې ۲۰ میلونه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.
بانک د مې پر دویمه په خپاره کړې راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د غربت او د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي.
بانک ویلي، که حکومت د اقتصاد ودې لپاره کار وکړي او د دې لپاره مناسبې تګلارې جوړې کړي نو له دې سره د پاکستانیو ژوند او تعلیمي وضع ښه کېدلای شي.
نړیوال بانک که څه هم له سکولونو د بهر ماشومانو شمېر په میلیونو کې ښاېې خو د خیبر پښتونخوا حکومت تېر کال ویلي ول چې په هغه صوبه کې ۴۸ لاکه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري چارو ادارې (یونېسکو) پخوانی چارواکی جاویدعلي وایي، غربت او ترهګري له تعلیم څخه د ماشومانو په لیري پاتې کولو کې غټ رول لوبولی دی.
جاید علي د یونېسکو لپاره په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ۱۲ کاله په تعلیمي پروژو کې کار کړی دی. نوموړي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل '' لومړۍ بدامني وه، ورپسې کرونا راغله، د هغې نه پس د ګرانۍ دور تېریږي، دې کار ډېر خلک مجبوره کړي دي چې خپل ماشومان سکولونو ته ونه لیږي.''
جاوید علي وویل وړاندې وویل، په زیاتره سکولونو کې د زده کړو اړوند اسانتیاوې هم نشته او دا هم د ماشومانو له سکولونو د لېرې پاتې کېدو وجه ده.
دا هم وګورئ:
د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ: د پښتنو نجونو وضعيت څنګه دی؟میرکلام: د خیبر پښتونخوا څه کم پنځه میلیونه ماشومان له سکولونو بهر ديد خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د تعلیمي چارو کمېټي: د سلګونو ښوونځیو بیارغونې کار روان دید نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې حکومتونو له پکار دي چې اوږد مهاله او عوام دوسته کړنګلارې جوړې کړي او داسې پالیسانې جوړې کړي چې د ماشومانو د خوړو کمښت ستونزې حل کړي او هر ماشوم ته ښوونځي ته د تلو لاره برابره کړي.