پاکستان د یو ورځني کرېکټ په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

تر دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې د درو سیالیو په ګټلو سره لوبلړۍ ګټلې ده ـ د اپرېل ۲۹مې انځور

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د مې پر پنځمه نيو زيلينډ ته په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې هم په ۱۰۲ منډو ماتې ورکړه.

د هغې لوبې ګټلو سره پاکستان د کرکټ يو ورځنۍ لوبو په درجه بندۍ يا رينکېنګ کې په لومړی لمبر شو. د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) هم پر ټویټر د خپلې لوبډلې د یو ګډ انځور سره په ۵۰ اوریزو لوبو کې د لومړي مقام په ترلاسه کولو د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.

نيو زيلېنډ ټاس وګټلو او پاکستان ته يې د بېټېنګ بلنه وکړه. پاکستان په ټاکل شويو ۵۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نيو زيلېنډ هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله يې په ۴۳م اوور کې اوټ شوه او ۲۳۲ منډې يې جوړې کړې. د سیالۍ غوره لوبغاړی د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم شو. هغه ۱۰۷ رنزونه جوړ کړل.

تر دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې د درو سیالیو په ګټلو سره وار د مخه لوبلړۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ پینځمه ۵۰ اووره سیالي د مې پر اوومه د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره شي.

نیو زیلینډۍ لوبډله د اپرېل له ۱۱مې راهیسې په پاکستان کې ده. تر یو ورځینۍ سیالیو مخکې د دواړو خواوو ترمینځ د پینځو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ مساوي شوې وه.