په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره هغه ماشومان ثبت دي چې د وینې د کموالي په ناروغۍ یا تېلېسېمیا اخته دي.
د یاد بانک مشر ډاکټر محمد ناصر صادق د مې پر اتمه د تېلېسېمیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هغوی په ټول هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره يو شمېر مرکزونو ته د وینې څه د پاسه ٩٦ زره ډراپونه ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د تېلېسېمیا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د هغه په وينا د وینې اخیستل په بدن کې د اوسپنې مقدار زیاتوي چې د هغه د کمولو لپاره درمل ګران دي.
تېلېسېمیا یوه موروثي ناروغي ده چې له مور او پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي. د دې مخنیوي لپاره ډاکټران سپارښتنه کوي چې له نېږدې خپلوانو سره دې له واده کولو ډډه وشي.