برتانیا اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي

د لندن په یو میوزیم سټارم شیډو میزایل نندارې ته اېښودل شوی دی ـ پخوانی انځور

برتانیې ویلي، اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي چې له دې سره به هغه هېواد وکولای شي چې د جګړې د لومړۍ کرښې ترڅنګ تر لیرې ځایونو پورې "دښمن" په نښه کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر بېن ویلاس د پارلېمان غړیو ته تایید کړې چې هېواد یې اوکراین ته د سټارم شیډو (د طوفان سیوري) په نوم توغندي ورکوي.

هغه د مېزایلو شمېر و نه ښوده خو دا یې ویلي چې له ورکړې سره به یې اوکرایني ځواکونه د دې جوګه شي چې روسي سرتېري په شا وتمبوي.

د سټارم شیډو توغندي تر ۲۵۰ کېلومیټرو پورې هدف ویشتلی شي. په دې توګه هغه توغندي په اوکراین کې له روسیې سره د روانې جګړې د لومړیو کرښو شاوخوا او داراز د روسیې تر واک لاندې کریمیا پورې د هدف ویشتلو صلاحیت لري.