د اوکراین ولسمشر ایټالیې ته سفر کړی

ټاکل شوې چې زېلېنسکي د اېټالیې له وزیراعظمې او د عیسایانو له مذهبي مشر سره وګوري ـ پخوانی انځور

د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زېلېنسکي نن د می پر ۱۳مه روم ته رسېدلی دی.

بلخوا جرمني د اوکراین لپاره د درې اربو ډالرو د یو پوځي پېکج اعلان کړی دی. د جرمني لخوا اوکراین ته پر هغه هېواد د روسیې تر یرغل وروسته تر ټولو لوی د مرستو پېکج دی چې په داسې مهال اعلان شوی چې تمه ده اوکرایني چارواکي د جرمني سفر وکړي.

د ولسمشر زېلېنسکي سفر پر کییف د روس د یو بل ډرون حملې او د هغه هېواد پر مرکزي او جنوبي سیمو د بمبارۍ لږ وروسته مخې ته راغلی. په دغو حملو کې ودانیو ته تاوانونه رسېدلي. بلخوا په بخموت کې اوکرایني عسکرو ته د ځینو بریاوو راپورونه هم ورکړل شوې دي. په بخموت کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.

زېلېنسکي پر ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه به د اټلي ولسمشر سرجو مترېلا، وزیراعظم جورجیا مېلوني او د کېتوليک عیسويانو مذهبي مشر پوپ فرانسس سره ویني.