افغانستان کې د پوليو ضد واکسین کمپاین پیل شوی

پولیو ضد واکسینو ورکولو اوسنی کمپاین به د روانې میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي ـ پخوانی انځور

نن (مې پر ۱۵مه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو وایرس ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

په کابل کې طالبانو د حکومت روغتيا وزارت ويلي، د ملګرو ملتونو په مرسته کېدونکی کمپاین به د مې تر ۱۸مې دوام ولري او په دې کې تر پینځو کلونو پورې عمرلرونکیو شاوخوا ۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي.

کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو درې ورځو کې په ننګرهار کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په ۲۰۲۲ز کال هم په افغانستان کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وي.

پولیو ناروغي له نورې نړۍ ختمه شوې خو پاکستان او افغانستان هغه هیوادونه دي چې پکې دا وایرس لا هم شتون لري.