د تېلاسیمیا ناروغۍ مخه څنګه نیول کېدای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر تېلاسیمیا غږېدلي یو. د مې پر اتمه د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه. تېلاسیمیا یوه میراثي ناروغي ده چې دوه بڼې لري چې یوه یې وړه او بله یې لویه بلل کېږي. اکثر د وړې تېلاسیمیا لرونکي خلک علاج ته اړتیا نه لري خو د لویې بڼې لرونکي یې د دوامداره درملنې ضرورت لري. په خپرونه کې پر دې ناروغۍ تفصیلي بحث اورېدای شئ.