د مومندو سريل خان جوړې قالینې تر امریکې رسیږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومندو په يکه غنډ کې د توري په نوم مشهور، سريل خان د قالينو جوړولو کاروبار پيل کړی دی. هغه وايي په دې کار یې نه یوازې خپل ژوند روان دی بلکې په لسګونو نورو کسانو ته یې هم روزګار برابر کړی. د هغه قالینې امریکې ته هم ځي. البته ګراني یې کاروبار زیانمنوي. په اړه یې د شهنواز ترکزي ویډيو راپور وګورئ.