سپريم کورټ د "حق دو" تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان د خوشې کولو امر کړی

موالانا هدايت الرحمان په ګوادر کې د "حق دو" تحريک مشري کوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان سپريم کورټ د ګوادر د "حق دو" تحريک مشر او د جماعت اسلامي د مخکښ مولانا هدايت الرحمان ضمانت منظور کړی او د هغه د خوشې کولو امر يې کړی دی.

نن (د مې پر ۱۸ مه) په سپريم کورټ کې د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ د مولانا هدايت الرحمان د ضمانت درخواست په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه.

تر هغه وروسته د جماعت اسلامي امير سراج الحق د سپريم کورټ مخې ته له خبريالانو سره د دغه اقدام هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې د پرمختګ لپاره د ايين او قانون سرلوړي ضروري ده.

پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو" تحريک د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.

هدایت الرحمان د پولیس سرتېري په وژنه کې د لاس درلودلو تور رد کړی او وايي چې پولیسو خپل ملګری په خپلو ډزو کې وژلی دی.

مولانا هدایت الرحمان له تېرو دوو کلونو راهیسې وار په وار په ګوادر کې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی. د هغه په مشرۍ "حق دو " تحریک په ګوادر کې د غټو کښتیو او مشینونو (ټرالرو) له لارې د کبانو د ښکار بندولو، د سرحدي ځواکونو د پوستو ختمولو، د نشه يي توکو پرضد د اقداماتو او له ایران سره د سوداګرۍ لارې اسانه کولو غوښتنې لري.