د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، د پوځ له مشر سره يې نه پخوا څه ستونزه درلوده او نه یې اوس لري.
د امریکا غږ راډیو له اردو څانګې سره د مې پر ۱۹مه په مرکه کې عمران خان وویل، څو وارې يې هڅه کړې چې د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره مسله هواره کړي او د خپلې خبرې سپيناوی وکړي خو د هغه په خبره، ستونزه د مقابل لوري لخوا ده.
خان تور پوری کړ چې د پوځ مشر نه غواړي چې ګینې هغه (عمران خان) دې په واک کې راشي.
د عمران د دې تازه څرګندونو په اړه پوځ څه نه دي ويلي خو په تېر وختونو کې يې په وار وار ویلي دي چې د هېواد په سياست کې مداخلت نه کوي.
په پاکستان کې له کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې د مې پر نهمه نیمه پوځې ځواک (رېنجرز ) سرتېرو د درغلۍ په یوه قضیه کې عمران خان ونیولو. د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.
دا هم وګورئ:
د لاهور عدالت عمران خان ته په ۳ قضیو کې ضمانت ورکړد پاکستان تحریک انصاف مظاهرو ته ولې "توند" غبرګون ونه ښوول شو؟د پاکستان کورنیو چارو وزير وايي عمران خان به "هرومرو ګرفتارېږي"د مې له نهمې تر ۱۱مې په پاکستان کې پر اوښتو زیانونو د هغه هېواد حکومت او پوځ سخته غصه ښکاره کړې او د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هر کال د مې نهمه د "تورې ورځې" په توګه د لمانځلو پرېکړه کړې ده.
دا راز د پاکستان پوځ د مې پر ۱۵مه د کور کمانډرانو تر ځانګړې غونډې وروسته وویل چې د مظاهرو پر مهال پوځي ودانيو، دفترونو، د کور کمانډر کور او نورو ځايونو ته زیان رسوونکو پر ضد به د پوځي قوانينو لاندې مقدمې درجوي.
پوليسو د تحريک انصاف د ځينو مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان ونیول او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.
د مې پر ۱۱مه د سپریم کورټ په امر عمران خوشی شو او په لاهور کې خپل کور ته لاړ خو د لاهور پولیسو د مې پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په زمان پارک کې د عمران خان د کور د تالاشۍ امر یې ترلاسه کړی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې د پنجاب د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتي چارو وزیر ویلي وو چې د خان په کور کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې هغه مشکوک ترهګر پټ" دي چې د مې پر نهمه یې د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو حملې کړې وې.
خو د ګوند مشر عمران خان دغه تورونه ردوي او وايي چې ډزې د هغوی پلویانو نه دي کړي او نه هم املاکو ته تاوان د هغوی د ګوند د پلویانو لخوا رسول شوی. هغه تور پورې کړ چې دا کار د استخباراتي ادارو کسانو کړی دی.