د ملاریا او د اوړي د ناروغیو مخنیوی څنګه کېدای شي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ملاریا او په اوړي کې د خپرېدونکو ناروغیو په اړه غږېدلي یو. په پاکستان او افغانستان کې تېره میاشت تر بارانونو وروسته د ناولو اوبو ډنډېدو له کبله د ملاریا ناروغي خپره شوې ده. له دې علاوه، په ګرمۍ کې د قي او دستونو ناروغي هم زیاته شوې ده. له دې ناروغیو څخه د ځان ساتلو په اړه مو بحث کړی دی. داراز، په خپرونه کې د اورېدونکو د عمومي پوښتنو ځوابونه هم ورکړي دي. بشپړه خپرونه واورئ.