د اوکراين او روسیې پر پوله نښته شوې

د اوکراين او روسیې سرحدي پوله ـ پخوانی انځور

د روسیې چارواکو ويلي چې له ګاونډي هېواد اوکراين څخه "تخريبي ډلې" د دوی خاورې ته ننوتلي وې.

د مې پر ۲۲مه، د روسيې او اوکراين پر پوله خونړۍ نښتې شوې او د روسيې په بېلګورود سيمه کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوې دي.

مسکو ويلي، يوې اوکراينۍ "تخريبي ډلې" د روسيې خاورې ته د داخلېدو هڅه کړې ده. کېيف دا تور رد کړی دی.

د بېلګورود والي ويلي، جګړه له اوکراين سره د روسيې په سرحدي ګرې وورن ضلع کې پيل شوه. د جګړې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اوکراینيو رسنیو د اوکراین د پوځي استخباراتو د ویاند اندرې یوسوف له خولې ويلي چې له پولې بلې غاړې ته دغه تاوتریخوالی د روسیې د ازادۍ ځواک او د روسي رضاکارانو په نوم وسلوالو، چې پکې کډوال روسان شامل دي او پر اوکراین د کریملین د یرغل ضد دي، رامينځته کړی دی.

خو نوموړي د دغې اعا لپاره نور شواهد نه‌ دي وړاندې کړي.