عراقۍ ښځه پر لوښو انځورونه جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عراق د بصرې اوسېدونکې هبه فوري وايي، د خاورو او ښیښو پر لوښو او نورو شیانو انځورونه جوړول یې شوق هم دی او د ګټې وټې ذریعه هم. نوموړې وايي، انځورګري یې شاوخوا څلور کاله مخکې پیل کړې وه او اوس د عراق د پخوانیو ودانیو تر څنګ د بغداد فرهنګ هم انځوروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.