امریکا له اوکراین سره پر هغه هېواد د روسيې د تېري د مخنيوي لپاره د لا نورو پوځي مرستو اعلان کړی دی.
د مې پر ۳۱مه د واشنګټن له خوا دا مرستې پر داسې مهال اعلان شوي چې په روسیه کې دننه بریدونه زیات شوي دي.
د مرستو په دې تازه لړۍ کې د "پېټریاټ هوايي دفاع بېټریانې"، مهمات او نور دفاعي توکي شامل دي.
په عین حال کې اوکراینیو چارواکو ویلي چې د اوکراین په دونيڅک او خېرسون سیمو کې د روسيو ځواکونو له خوا په حملو کې په مجموعي ډول دوه کسان وژل شوي دي.
له اوکراین سره د دفاعي مرستو تازه کچ د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په اندازه ده او اعلان یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کېربي وکړ.
د مرستو په دې کڅوړه کې پر پېټریاټ سربېره د الوتکو ضد سټرېنګر سیسټم، د لوړ خوزښت توپچي راکټ سیسټمونو لپاره توغندي، د ټانکونو وسلې او نور تجهیزات شامل دي.
روسيې د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل کړی دی. امريکا او نور غربي هېوادونه په دې جګړه کې د اوکراين پوځي او مالي مرسته کوي.