پېښور کې د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو مېله جوړه شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور ضلعي انتظاميې او د خيبر پښتونخوا د لوبو څانګې د جون پر لومړۍ نېټه د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو يو ورځنۍ مېله جوړه کړې وه. د لوبو په دې سياليو کې د کرکټ، رسه کشۍ او فوټبال په ګډون ځينې نورې لوبې هم شاملې وې. د لوبو منتظمين وايي په هغو ساليو کې د نهه سکولونو تر ۲۵۰ زياتو زده کوونکو برخه اخيستې وه چې زياتره يې نجونې وې. نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.