د کراچۍ له ډيفېنس څخه ''تښتول شوی'' ټولنیز فعال، وکیل او سیاستوال جبران ناصر د جون پر دویمه خوشی شوی او خپل کورته رسېدلی دی.
هغه تر دې یوه ورځ مخکې نامالومه وسلوالو له ځانه سره بېولی وو. هغه مهال د ناصر مېرمن ویلي ول چې د خپل خاوند سره کور ته پر لاره وه، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو یې لار ونیوله او ناصر یې په زور له ځانه سره بوتلو.
تر خوشې کېدو وروسته جبران ناصر وویل، په پاکستان کې د چا لادرکه کېدل نوې خبره نه ده او هغه په خپله مبارزه ولاړ دی. ''په پاکستان کې لادرکه کېدل، څه عجېبه خبره نه ده، هغه ټول ملګري، خبریالان، د وکیلانو ټولنه، مدني ټولنې او سیاستوال چې زما لپاره يې دعاګانې او هڅې کړي، مننه ترې کوم. زه خوندي کور ته ستون شوی یم.''
ناصر دا ونه ویل چې هغه چا او ولې تښتولی وو؟ خو ویې ویل چې له خپلې مبارزې څخه نه په شا کېږي. هغه دا هم وویل چې د ورکېدو پر مهال یې خلک له کورنۍ سره ودرېدل او هغه به هم د نورو خلکو لپاره غږ پورته کوي.
جبران ناصر د کراچۍ اوسېدونکی دی. هغه فعال او قانون پوه دی. نوموړی په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د کورنۍ وکیل هم پاتې شوی دی.
د هغه تر تښتونې وروسته فعالانو او د پاکستان بشري حقونو کمېشن په پېښه اندېښنه ښودلې وه او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.
دجون په دوېمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته ګڼو مدني فعالانو مظاهره وکړه او د جبران ناصر د خوشې کېدو ترڅنګ یې په پېښه کې د ککړو کسانو پر ضد د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.
په مظاهره کې شریکې مدني فعالې ماروي مظهر د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل، ناصر تل د بشري حقونو لپاره پوهاوی ورکړی، د هغه تښتونه د ټولو په زیان ده.
هغې زیاته کړه '' موږ نن دلته په دې احتجاج کې ولاړ یو ځکه چې یو داسې انسان پورته کړی شوی چې تل یې د مدني ټولنې ملاتړ کړي دی، جبران ناصر یو زړور سړی دی، هغه هره ورځ د بشري حقونو په اړه خبرې کړي، که داسی سړی وتښتول شي چې زموږ د ټولو غږ دی نو دا د مدني ټولنې لپاره لویه زیان دی.''
دجبران ناصر تر خوشې کېدو وروسته د سيمې پوليسو ايس ايس پي سيد اسد رضا خبريالانو ته وویل چې ناصر د تښتونې په اړه پلټنې کوي چې څوک په هغې پېښه کې ککړ دي؟
دا هم وګورئ:
راو انوار د سفري بندیز ليرې کېدو لپاره سپریم کورټ ته خواست کړید نقيب مسود وکيل: د راو انوار په ازادۍ اندېښمن يو د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي جبري لادرکۍ او له انساني حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي پښتون ژغورنې غورځنګ باجوړ کې د لادرکه خلکو موندلو لپاره مظاهره کړېدجبران ناصر د تښتونې مقدمه دجون په دوېمه نيټه د هغه مېرمني منشاپاشا په مدعيت کې د کراچۍ په کلفټن تاڼه کې درج کړی شوی، چې پکې د تښتونې او نوري مادې شاملې دي.
بلخوا سيند حکومت وياند مرتضا وهاب د جون پر دویمه خبريالانو ته وويل چې د سیند اعلا وزیر د پېښې نوټس اخیستی وو او د هغې په اړه اندېښمن وو. ''په داسي ډول د يوتن تښتول زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده، تر پېښې وروسته زه دهغه له کورنۍ سره په تماس کې ووم، جبران خپل کورته بيرته راغلی او دا ښه خبره ده خو بيا هم دپېښي پوره پلټني به کيږي او چې څه معلومات مخې ته راغلل، موږ به یې له تاسو سره شریکوو.''
په کراچۍ کې وکیل او د سپریم کورټ بار کونسل غړی صلاح الدین ګنډاپور وایي چې د جبران ناصر تښتول درياستي ادارو لخوا دوکيلانو او مدني فعالانو لپاره يو ښکاره پيغام لري.
هغه مشال راډیو ته وویل چې ریاستي ادارې له فعالانو څخه ځکه په ویره کې دي چې د هغه په وېنا ظلم او کمزوریانې یې فعالان نړۍ ته ښکاره کوي.
په وروستيو کې د حکومت له خوا د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو او پلويانو د نيولو او سیاسي کړکېچ په اړه جبران ناصر پر حکومتي تګلارو نيوکې کولې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ خبریال سمیع ابراهیم په اسلام اباد کې د نامالومه کسانو لخوا وتښتول شو اوبيا شپږ ورځې وروسته بېرته کور ته ستون شو. دا راز د تلویزوني خپرونو ویاند عمران ریاض خان د مې پر ۱۱مه د نامالومو کسانو لخوا ونیول شو چې لا هم ورک دی.