پر اوکراین له روسي یرغله راهیسې جګړې سلګونه ماشومان وژلي

په بیلجیم کې پر اوکراین د روسیې د یرغل پرضد د شوي یو احتجاج ګډونوال.

د اوکراین ولسمشر وولودیمېر زېلېنسکي د جون پر څلورمه وویل چې په دې هېواد کې د روسیې له یرغله راهیسې جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي دي.

ولسمشر زیلېنسکي دا شمېرې له هغې څو ساعته وروسته ورکړې چې د ژغورنې کارکوونکیو د وروستي روسي برید په نتیجه کې د یوې دوه کلنې ماشومې مړی موندلی دی.

زېلېنسکي په یو بیان کې وویل چې "د روسي وسلو او نفرت له وجې هره ورځ د اوکرایني ماشومانو د ژوند د تباه کېدو سلسله دوام لري."

روس د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړی وو چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اورکراینیان بې کوره شوي دي.