په کوټه کې يو وکيل وژل شوی دی

په کوته کې پولیس د زخميانو وړونکو امبولانسونو سره ولاړ دي - انځور له ارشيفه

د بلوچستان پولیس وايي چې نن (د جون پر شپږمه) په کوټه کې وسله والو د سپریم کورټ يو وکيل عبدالرزاق وژلی دی.

پوليسو مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي‌چې پر عبدالرزاق باندې هغه مهال ناڅرګنده وسله والو برید وکړ چې کله نوموړی له هوايي میدان سړک تېریدلو او های کورټ ته روان وو.

د بلوچستان د وکيلانو اتحاديي مشر منیر کاکړ مشال راډيو ته ويلي چې د دې پيښې پر ضد ي د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې د احتجاج په توګه له عدالتونو د بايکاټ اعلان کړی دی.

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري چا نه ده منلې.