په هرات کې طالبانو د ږیرو په خریلو بندیز لګولی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو چارواکو امر کړی دی چې نایان دې خلکو ږیرې نه خروي. دوی ویلي چې دا اقدام یې د شریعت له مخې کړی دی خو نایانو او اوسېدونکو ویلي چې باید طالبان خپله دا پرېکړه بیرته واخلي.
انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشېټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو له ویډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی