د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اړیکو باثباته کولو په هدف سعودي عرب ته تللی

بلېنکن د واشنګټن او ریاض ترمینځ د اړیکو باثباته کولو په موخه سعودي ته رسېدلی دی ـ پخوانی انځور.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن په داسې حال کې سعودي عرب ته رسېدلی چې ايران کلونه وروسته په رياض کې خپل سفارت بیا پرانیستلی دی.

بلېنکن د جون پر شپږمه په دې هدف سعودي ته ورغی چې د واشنګټن او ریاض ترمینځ اړيکې باثباته کړي.

له یوشمېر کلونو راهیسې د امريکا او سعودي اړیکي د ګڼو ستونزو له امله چې له ايرانه نيولي تر سيمه ییزو او تېلو پورې اړونده مسايل پکې شامل ول، له خنډ سره مخامخ شوي دي.

ټاکل شوې چې بلېنکن د جون تر اتمې په سعودي کې د ځينو نورو لوړپوړو چارواکو تر څنګ له وليعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.

په همدې حال کې د سعودي عرب رسنيو خبر ورکړی چې ايران د جون پر شپږمه په ریاض کې خپل سفارت پرانیست. دا تر هغې یوشمېر مياشتې وروسته ده چې هغه سیمه ییز سیالان د چين په منځګړتوب د خپلمنځي اختلافاتو پر ختمولو سلا شول.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړي ول چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور اچولی وو.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړی ول.