سري لنکا له افغانستانه د ۵۰ اووره کرکټ لوبلړۍ وګټله

د جون پر اوومه د سري لنکا دېموت کارونارتنې او پتم نېسانکا د منډې پر مهال.

سري لنکا افغانستان ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په نهه وېکټو له ماتې ورکولو سره لوبلړۍ ګټلې ده.

د جون پر اوومه د سري لنکا د همبانټوټا په لوبغالي کې په وروستۍ ۵۰ اووره سیالۍ کې لومړی بیټېنګ افغان لوبډلې وکړ خو په ۲۳م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۱۶ منډو وسوځېدل.

د افغانستان محمد نبي ۲۳، ابراهیم ځدراڼ ۲۲ او ګلبدین نایب ۲۰ منډې وکړې. د سري لنکا دوشمانتا چمیرا څلور او وانېنډو هسرنګا درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سري لنکايۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶ اوورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ. د سري لنکا دېموت کارونارتنې ۵۶ او پتم نېسانکا ۵۱ منډې جوړې کړې.

تر دې مخکې د جون پر څلورمه هم سري لنکا افغانستان ته ماتې ورکړې وه خو د لوبلړۍ لومړۍ سیالي افغان لوبډلې ګټلې وه.