فرانسوي چارواکي وايي پر ماشومانو د چړو د برید په تړاو یې شامی وګړی نيولی دی

فرانسوي پولیس د جون اتمې د برید له ځای سره ولاړ دي.

د فرانسې چارواکي وايي، د هېواد په غرییز وړوکي ښار اینيسي کې په برید کې شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د دوی په خبره، یو سړي د جون پر اتمه د چړو په ګوزارونو څلور ماشومان او دوه متقاعد کسان ژوبل کړل.

تر دې مخکې چارواکو د یوشمېر ماشومانو او د لږترلږه یو بالغ کس د ژوبلېدو خبر ورکړی وو.

چارواکي وايي، دوه ماشومان او یو سړی په روغتون کې بستر دي او مرګوني ټپي دي خو نور کسان سخت ژوبل نه دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د هغې سیمې د پارلېمان یوه غړي په حواله ویلي چې بريدګر له یوه ابتدايي ښوونځي سره نېږدې د لوبو په میدان کې پر ماشومانو حمله وکړه.

وزیراعظمې اېلېزابېت بورن ویلي دي چې ګرفتار مشکوک بریدګر ۳۱ کلن شامی وګړی دی چې ۱۰ کاله مخکې یې په سویډن کې پناه اخیستې وه.

د کورنیو چارو وزیر جېرالډ درمانین وايي، فرانسې روانه میاشت د هغه کس د پناه غوښتنلیک رد کړی وو.

ځايي څارنوال ویلي دي چې د برید محرک ترهګري نه برېښي.