جنوبي وزیرستان کې د ملکانو پخواني نظام پرضد احتجاجي مظاهره شوې ده

د جون پر نهمه په واڼه کې مظاهرچيانو وویل، د کورونو ړنګولو په اړه د جرګې پرېکړه ورته د منلو نه ده ــ پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د جون پر نهمه پښتون ژغورنې غورځنګ او ولسي پاڅون د ملکانو پخواني نظام پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

تر مظاهرې وروسته د احتجاج ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې په سیمه کې د دوو قبيلو تر مینځ له کړکېچ وروستو د ملکانو جرګې د کورونو ړنګولو او مالي جرمانو پرېکړې وکړې چې دوی ته د منلو وړ نه دي.

مظاهرچيانو وويل، د سیمې شخړې باید له سیاسي او قانوني لارو هوارې کړل شي.

د خيبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې پخوا زیاتره شخړې د ملکانو له لارې حل کېدلې، خو په ۲۰۱۸ز کال کې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو وروسته د شخړو د حل لپاره عدالتي نظام هغو سیمو ته وغځېد. د فاټا تر انضمام وروسته د قبايلي سيمې ولس خپلې قضیې تر سپريم کورټه هم وړلی شي.

بلخوا له مشال راډيو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شبیر حسین وويل چې د ځايي ملکانو جرګې غیرقانوني دي او د جرګې هغه پرېکړه عملي کولو ته نه پریږدي، چې د کورونو ړنګولو او جرمانو په اړه شوې ده.