د پاکستان او هند پر ساحلونو د سمندري توپان خبرداری ورکړل شوی

د ارشیف انځور

د پاکستان د موسمیاتو څانګې خبرداری ورکړی چې د "بیپرجوی" په نامه توپان کولی شي د پاکستان او ګاونډي هندوستان ساحلونه اغېزمن کړي.

د موسمیاتو دفتر پرون (د جون پر نهمه) په یو بیان کې وویل چې په سمندر کې شدید توپان په تېرو ۱۲ ساعتونو کې لږ څه خپل لاره بدله کړې ده او اوس د کراچۍ په جنوب کې د شاوخوا ۱۱۲۰ کیلومیټره په فاصله موجود دی.

د موسمیاتو دفتر زیاته کړې چې د لوړې کچې بادونو د بدلون له امله، د توپان د لار د وړاندوینې په اړه په باور سره څه نه شي ویل کېدی خو ځینې نړیوالې نقشې یې د عمان او پاکستان لویدیز ساحل ته رسوي او ځینې بیا ښايي چې دا به د هند ګجرات لور ته او د پاکستان سیند ساحل ته رارسي.

په توپان کې د ممکنه شدت له امله د کراچۍ مرستیال کمېشنر په ساحلي سیمو کې د ایین ۱۴۴مه ماده عملي کړې او دغلته یې د کبانو په ښکار بندیز لګولی دی.