استحکام پاکستان ګوند ولې جوړ شو او څه راتلونکې لرلای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په وروستیو کې له پاکستان تحریک انصافه جلا شوي یوشمېر سیاستوالان د هغه ګوند د پخواني عمومي سېکرټر جهانګیر خان ترین په مشرۍ په استحکام پاکستان ګوند ورګډ شوي دي. ترین د جون پر اتمه په لاهور کې د خپل ګوند جوړولو اعلان وکړ او و یې ویل چې د دې کار موخه د پاکستان د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کول دي. دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر نهمه د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې. د احتجاجونو پر مهال پارېدلو کسانو دولتي، پوځي او شخصي ودانیو ته زیان واړاوه. تر هغې وروسته حکومت د تحریک انصاف ګڼ سیاستوالان او پلویان ونیول چې له هغوی څخه یې یوشمېر کسانو تر خوشې کېدو وروسته ګوند پرېښود. پوښتنه دا ده چې د پاکستان په پارلېماني سیاست کې د استحکام پاکستان ګوند رول څه کېدای شي او څه راتلونکې لرلای شي؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.