د بايپرجوای په نوم سمندري طوفان د پاکستان پر لوري روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د موسمیاتو محکمې د هغه هېواد او هند په ساحلي سیمو کې د سمندري طوفان خبرداری ورکړی دی. په عرب سمندرګي کې توپان ته د بايپرجوای نوم ورکړل شوی دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري. د موسمیاتو اداره وايي، هغه طوفان ښايي د جون پر ۱۵مه د پاکستان او هند تر سواحلو ورسېږي چې ورسره به تېز بادونه او باران ورېږي. ویډیويي رپورټ.