د پاکستان د سیند صوبې چارواکي وايي په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د راتلونکي سمندري طوفان د خطر له امله شاوخوا ۹۰،۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته لېږدوي.
دسيند اعلا وزير مراد علي شاه د جون پر ۱۲مه په کراچۍ کې د يوې خبري غونډی په مهال وويل چې د بايپرجوای په نوم له سمندري طوفانه تر ټولو زيات خطر د سيند سجاول، بدين او ټټه ضلعو ته ورپېښ دی.
نوموړي وويل چې له سجاول، بدين، ټټه او د کراچۍ له ساحلي سيمو ابراهيم حيدري ريړي ګوټ څخه به شاوخوا ۸۰ زره کسان ايستل کېږي چې د هغه په وينا ۱۴۵ کلي، ۱۱،۰۰۰ کورنۍ او ۸،۰۰۰ څاروي هم پکې شامل دي.
نوموړي زياته کړه، "له سجاول څخه د شاوخوا ۵۳،۵۲۲ کسانو د ايستلو منصوبه ده. د بدين له درو تحصيلونو نېږدې ۲۱،۰۰۰ کسان ۲۱زره کسان خوندي ځايونو ته ايستل کېږي. په کراچۍ کې به له ۷۰ خطرناکو ودانيو څخه خلک ايستل کېږي. دا ډول به د ټټه له ساحلي سيمو هم خلک باسو."
شاه وويل په سجاول، بدين او ټټه کې يې طبي کېمپونه هم جوړ کړي دي او د اړونده څانګو د کارکوونکو رخصتۍ يې هم منسوخې کړي دي.
د مراد علي شاه په وينا ځايي انتظاميي، سمندري ځواکونو ، پوځ او رېنجرز ځواکونو د خلکو د ايستلو لپاره شريکې ډلې جوړې کړي دي. د نوموړي په خبره خلک به په "زور" له ساحلي سيمو باسي.
شاه زياته کړه چې د پاکستان سمندري ځواکونو د جون پر ۱۲مه د کب نيوونکو ۱۸ کښتۍ ژغورلي او له سمندره راايستلي چې ۶۴ کب نيوونکي پکې ول.
د پاکستان د قدرتي افتونو پر وخت د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) نن (د جون پر ۱۳مه) پر خپله ټويټر پاڼه ورکړي چې بايپرجوای سمندري طوفان د کراچۍ جنوب ته ۴۷۰ کيلوميټره او ټټه ته ۴۶۰ کيلوميټره نېږدې شوی دی.
اېن ډي اېم اې زياته کړې چې له طوفان سره د سيلۍ رفتار په يوساعت کې شاوخوا ۱۵۰ کيلوميټره دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د سيند صوبې مشر سردار سرفراز د جون پر ۱۲مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې توپان ښايي د سيند ساحل ته د جون تر ۱۵مې پورې راورسېږي خو د هغه په وينا سر له ننه (د جون له ۱۳مې) به په کراچۍ او نورو سيمو کې له تېزي سيلۍ سره بارانونه پيل شي چې د جون تر ۱۷مې يا ۱۸مې پورې به روان وي.
نوموړي زياته کړه چې د سمندر اوبو څپي له ۳۰ فوټه څخه تر ۴۰ فوټه پورې پورته شوې دي.
بل خوا په سيند کې د قدرتي افتونو پر وخت د نظم صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې ) يو مشر حميد الله سومرو دجون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د سيند او بلوچستان په ساحلي سيمو کې د سمندر اوبه پورته شوي دي.
دا هم وګورئ:
په سیند کې د سمندري طوفان له وېرې ۹۰۰۰ کورنۍ خوندي سیمو ته لېږدول کېږيخیبر پښتونخوا کې د سخت باران او سیلۍ له کبله ۲۷ تنه وژل شوي، ۱۴۶ ژوبل ديامریکا کې سمندري طوفان لوی زیانونه اړولي د کرک اوسېدونکي وايي حکومت یې تر باران او طوفان وروسته پوښتنه نه ده کړېپوهان وايي د سېلاب او نورو قدرتي افتونو ترشا د اقليمي بدلون لاس دینوموړي زياته کړه چې د بلوچستان په اورماړه،ګډاني او د سيند په سجاول، بدين، کېټي بندر او د کراچۍ په ابراهيم حيدري سيمو کې اوبه د خلکو کورونو او سړکونو ته اوښتي دي.
د سومرو په وينا، کوم خلک چې د سمندري طوفان د خطر له امله له خپلو کورونو ايستل کېږي، د هغوی لپاره په سرکاري سکولونو او نورو ودانيو کې انتظام شوی دی.
د هوا پېژندنې څانګه وایي، په سمندر کې د تودوخې زیاتېدو له امله طوفان رامينځ ته کېږي. په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د بايپرجوای په نوم دا طوفان د جون پر شپږمه جوړ شوی دی. هغه وخت دا له کراچۍ ۱،۴۰۰ کیلومیتره لېرې وو.
د سمندر هر طوفان ته د هوا پېژندنې څانګه یو نوم ورکوي. د اوسني طوفان نوم "بایپرجوای" دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري.