هند کې په تنفسي ناروغيو اخته کسانو ته ژوندی ماهی ورکول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند په حیدراباد ښار کې هر کال د "مچلي پرسادم" په نوم یوه مېله کېږي چې پکې په تنفسي ناروغیو اخته کسانو ته واړه ژوندي ماهیان (کبان) ورکول کېږي. دا دودیز علاج د باتیني نومې کورنۍ خلک له تېرو ۱۷۷ کلونو راهیسې په وړیا توګه کوي. دوی ادعا کوي چې ماهی تر ۱۵ دقيقو پورې په انساني بدن کې ژوندی پاتې وي چې ورسره د ناروغانو د ساه نالۍ له بلغمه پاکېږي خو پرمختللي طب او ساینس د دې ادعا تصدیق نه دی کړی.