د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي راتلونکې ته اندېښمن دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هند او پاکستان کې د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي خلک د خپل راتلونکي ژوند او کاروبار په اړه اندېښنې لري. دوی وايي، د کب نیونې کښتۍ یې د کاروبار ذریعه دي چې اکثرې یې په ساحلونو کې پاتې دي. دوی داراز وېره لري چې طوفان یې ښايي کښتۍ او له لرګیو جوړې کوډلې ورانې کړي. خو د پاکستان او هند حکومتونه وايي، د طوفان له زیانه د بچ کېدو لپاره یې اقدامات کړي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.