یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د یونان په سمندر کې د کډوالو هغه کښتۍ چپه شوې چې پکې له رپورټونو سره سم، سلګونه کسان سپاره ول. یوه ناحکومتي اداره وايي، په کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول خو د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې د کډوالو شمېر ۴۰۰ وو. د جون تر ۱۵مې پورې د پېښې له ځایه ۷۹ مړي ایستل شوي ول. په کښتۍ کې د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو کډوال سپاره ول. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.