ملګرو ملتونو د اوکراین د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ وضعیت "جدي" بللی دی

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړی د جون پر ۱۵مه د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ ګوري.

د ملګرو ملتونو د جوهري پروګرام چارواکي وایي، د اوکراین په زپورېژیا ښار کې د اټومي برېښناکوټ وضعیت د نووا کاخوفکا اوبو بند د ړنګېدو له وجې ''جدي'' دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) مشر رافایل ماریانو ګروسي د جون پر ۱۵مه د روسیې تر واک لاندې د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي برېښناکوټ د خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا شوې دي. ګروسي وویل، د وضعیت د ښه کولو لپاره تدابیر نیول کېږي.

د جون پر شپږمه د نووا کاخوفکا بند د یوې برخې نړېدو له وجې د زپورېژیا برېښناکوټ ته د اوبو رسد کم شو. برېښناکوټ ته د اوبو رسد ځکه مهم دی چې اټومي بټۍ له ګرمېدو وساتل شي.

د بند د یوې برخې نړېدو لامل لا معلوم نه دی، خو اوکراین او روسیه یې یو بل په نړولو تورنوي.

د اوکراین د اټومي انرژۍ ادارې (اېنرګواتوم) پر ټېلېګرام په بیان کې زپورېژیا ښار ته د ملګرو ملتونو د هغه لوړپوړي چارواکي د سفر خبر ورکړ.

ګروسي وویل ''څو ساعته وړاندې زه پر دې نه پوهېدم چې دلته راتللای او برېښناکوټ لیدلی شم او که نه."

نوموړي خپل سفر "انتهايي مشکل" خو مهم بللی دی.