د لورالايي ځينو اوسېدونکو د احتجاج په توګه تر کوټې په پښو مزل کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو لپاره تر کوټې ښاره د احتجاج په توګه نهه ورځې په پښو مزل کړی او شاوخوا ۲۵۰ کيلوميټره لاره يې وهلې ده. احتجاج کوونکو دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې هغوی ته دې د اوبو بندونه، تعلیمي ادارې، سړکونه او داسې نورې اسانتياوې ورکړل شي.