بلاول بوټو زرداري وايي د سوات امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشربلاول بوټو زرداري ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې لا هم "د ترهګرۍ خطر موجود" دی. نوموړي د جون پر ۱۷مه په سوات کې ولسي غونډې ته وويل چې په خيبر پښتونخوا او په تېره بیا په سوات کې په امنيتي حالاتو اندېښمن دی او که ضرورت پېښ شو نو د وسلوالو خلاف عمليات هم کېدای شي. دا د ګوند د مشر په توګه سوات ته د بلاول بوټو زرداري لومړی سفر وو. ویډيويي رپورټ.