د بلوچستان د نوي مالي کال بجټ اسمبلۍ ته وړاندې شو

د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ انځور

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۳-۲۴ م لپاره د ۷۵۰ اربه روپیو کلنی بجټ د جون پر ۱۹مه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

بجټ د خزانې وزیر زمرک خان اڅکزي وړاندې کړ چې ډېرې پيسې پکې د امنيت او ترقیاتي کارونو لپاره اېښوول شوې دي.

په کلني بجټ کې د صوبې د ترقیاتي کارونو لپاره ۲۲۹ اربه او د غیرترقیاتي کارونو لپاره ۴۳۷ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.

د بجټ د وړاندې کولو پر مهال د خزانې وزیر زمرک خان اڅکزي وویل چې په نوي بجټ کې یې د تعلیم لپاره ۷۷ اربه، د صحت لپاره ۶۵ اربه، او د امنیت د خوندی ساتلو لپاره یې ۵۳ اربه روپۍ اېښې دي.

همدا رنګه د کرکیلې د ودې لپاره ۱۱ اربه بېلې کړل شوې دي او د خلکو د روغتیا لپاره یې د صحت کارډونو د اجرا اعلان هم وشو.

دا هم وګورئ: شنونکي ولې د پاکستان په دفاعي بجټ کې پر ۱۶ فیصده اضافې نیوکې کوي؟

زمرک خان اڅکزي د صحت کارډونو په اړه وویل، "له دې انقلابي ګام پورته کولو سره به د صوبې خلکو ته د صحت اسانتیاوې برابرې شي. موږ د دې مقصد لپاره پنځه نیم اربه روپۍ ټاکلې دي. "

نوموړي وړاندې وویل، د تېر مالي کال بجټ د ۷۰ اربه خسارې وو خو د نوي مالي کال په بجټ کې یې خساره ۴۹ اربه روپۍ ټاکلې ده.

کله چې زمرک خان څکزي په اسمبلۍ کې بجټ وړاندې کاوو نو پر هغه مهال د اپوزیشن لخوا هېڅ قسمه احتجاج ونه شو.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د حکومت لخوا د بجټ د وړاندې کولو پر مهال د اپوزیشن احتجاج معمول ګڼل کېږي خو دا ځل د بلوچستان د نوی کال بجټ په ارامۍ وړاندې شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبايلي سيمو مالي ستونزې او اړتياوې څه دي؟

خو له اسمبلۍ دباندې بیا احتجاجونه ان له پرونه پیل شوي چې لا هم دوام لري. زیات شمېر سرکاري ملازمين په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته د خپلو تنخاوو زياتولو لپاره احتجاج کوي.

دوی په تنخاوو کې د پنځوس فېصده اضافې غوښتنه کوي خو حکومت اعلان کړی چې په بجټ کې یې د سرکاري ملازمينو تنخاوو کې ۳۵ فېصده زیاتوالی راوستی دی.

د مزدورانو اتحادیه وايي، دا کافي نه دي او هغوی حکومت له د خپلو غوښتنو ۲۰ نکاتي لیک لړ وړاندې کړی دی او تر څو چې یې هغه غوښتنې منل شوې نه وي، احتجاج ته به دوام ورکوي.

د صوبې پر حالاتو نظرلرونکي ډېری کارپوهان هم وايي چې د بلوچستان د نوي مالي کال په بجټ کې د عام ولس لپاره زیات څه نه دي شوي.

خبریال او شنونکی جابرشاه وايي، د بجټ د وړاندې کولو پر مهال د اپوزیشن خاموشي خو دا مانا ورکوي چې د تېر مالي کال بجټ په سمه توګه مصرف شوی دی خو که عملا وکتل شي نو دوی چې په تېر مالي بجټ کې د کومو ترقیاتي کارونو اعلانونه شوي وو، په هغو کې په ډېرو یې عمل نه دی شوی.

دا ځل د بلوچستان حکومت کلنی بجټ په ځنډ سره اعلان کړ، دوی لومړی د جون پر ۱۶مه د نوي مالي کال د بجټ د وړاندې کولو اعلان کړی وو خو بیا یې وویل چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې د جون پر ۱۹مه وړاندې کړی دی.