پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر نیول کېدو خلاف مظاهرې پیل کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د جون پر ۲۰مه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د بنو زندان ته لېږل شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د جون پر ۲۰مه د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د علي وزیر او د یاد غورځنګ د نورو پلویانو د نیولو خلاف مظاهرې وکړې. نور حال په دې ویډیويي راپور کې