شوکت سواتی وايي خوښ دی چې سندرې یې په ولسي پاڅونونو کې غږول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شوکت سواتی دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. سواتی وایي، د موسيقۍ هدف يې ولس ته د مينې او امن پيغام ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.